د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان ختلان ولایت په شمسالدین شاهین سیمه کې د دریو چینايي اتباعو پر وژلکېدو خواشیني ښودلې او دا پېښه یې په کلکه غندلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حافظ ضیا احمد په اېکسپاڼه لیکلي: “په تاجکستان کې د دریو چینايي اتباعو د وژل کېدو د ناوړې پېښې په اړه د چین له ولسي جمهوریت او د تاجکستان له جمهوریت سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي او دا پېښه په کلکو ټکو غندي.”
خبرپاڼه کاږي چې د اسلامي امارت د اړوندو ارگانونو لخوا د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر اساس، په دې پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بېثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت دا هم لیکلي چې د افغانستان حکومت د تاجکستان له حکومت سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي او د یادې پېښې د عواملو د موندلو په موخه معلوماتي تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.
د خبرپاڼې له مخې چې د افغانستان اسلامي امارت د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې ترڅنګ له هغوی سره خواخوږي څرګندوي.


