خانهنړۍټرمپ وايي، پر ملي‌ګارډ د پروني برید له امله ټپي‌شوې «سارا بیکسټروم»...

ټرمپ وايي، پر ملي‌ګارډ د پروني برید له امله ټپي‌شوې «سارا بیکسټروم» مړه شوه

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ واشنګټن کې پر ملي ګارډ د پروني برید له امله د ټپي‌شوې «سارا بیکسټروم» له مړینې خبر ورکړی دی. 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې چې په دې برید کې د ملي ګارډ دوه غړي ټپیان شول چې یو یې مړ او د بل یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دا پېښه «ترهګریزه» بللې او په همدې خاطر یې په امریکا کې د کډوالو د قضیو پر بیاکتنې ټینګار کړی دی.

واشنګټن کې پر ملي ګارډ تر برید وروسته هلته د افغانانو د استوګنې غوښتنلیکونو د ارزونې پروسه هم ځنډول شوې ده، چې د کډوالو او پر بشري حقونو د څار یو شمېر بنسټونو غبرګونونه یې پارولي دي.

د کډوالۍ اړوند ځینو بنسټونو د یو افغان له لوري دا برید «فردي عمل» بللی او د امریکا له حکومت یې غوښتي چې په دې خاطر باید ټوله افغان ټولنه ونه ځپل شي. 

د ویلو ده چې د امریکا پر ملي ګارډ بریدکوونکی کس هم افغان ښودل شوی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه