خانهافغانستانجرمني ویلي، راتلونکو اوونیو کې به په جدي توګه د افغانانو لېږد...

جرمني ویلي، راتلونکو اوونیو کې به په جدي توګه د افغانانو لېږد ته دوام ورکړي

که څه هم امریکا په موقت ډول د افغانانو د پناه‌غوښتنې د اسنادو پروسس کول وځنډول، خو له دې سره هم مهاله جرمني اعلان کړی چې راتلونکو اوونیو کې به په جدي توګه د افغانانو لیږد ته دوام ورکړي.

د امریکا د کډوالو خدماتو په یوه بیان کې ویلي چې د افغانانو د پناه‌غوښتنې د غوښتنلیکونو پروسس کول تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي او د دې اقدام رسمي دلیل یې نه دی اعلان کړی. ادارې یوازې د قضیو د بیاکتنې پروسې بیاکتنې او په داخلي امنیت تمرکز کولو ټینګار کړی.

په ورته وخت کې، جرمني د وړ افغانانو د منلو لپاره یو ځانګړی پلان لري. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریند اعلان کړی چې هغه افغانان چې د داخلې ژمنه ورسره شوې او د امنیتي تصفیې مثبت ارزول شوي دي، په راتلونکو اونیو کې به جرمني ته ولیږدول شي. د راپورونو له مخې، د دې ډلې نږدې ۱۸۰۰ کسان اوس مهال په پاکستان کې دي او د دوی د لېږد هڅې روانې دي. ډوبرینډ وویل چې د لیږد پروسه ممکن په ډیر شدت سره تعقیب شي، خو د هغې بشپړ تحقق لا تر اوسه تضمین شوی نه دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم هم تایید کړې ده چې په واشنګټن کې د وروستۍ ډزو شکمن کس یو افغان پناه‌غوښتونکی دی چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته داخل شوی و. رسنیو هغه د رحمان‌الله لکنو په نوم پېژندلی دی، چې ۲۹ کلن دی او د هغه قضیه د امنیتي ادارو لخوا د احتمالي ترهګریز انګیزې سره څېړل کیږي.

په افغانستان کې د بدلونونو وروسته، زرګونو افغانانو په بېلابېلو هېوادونو کې د پناه‌غوښتنه کړې ده. په امریکا کې د قضیو د پروسس ځنډول او جرمني ته د وړ اشخاصو د لېږد چټکتیا د حکومتونو لخوا د کډوالۍ او امنیت مدیریت ته ورکړل شوي لوړ لومړیتوب په ګوته کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه