خانهنړۍتایلنډ، مالیزیا او اندونیزیا کې مرګونی ورښت؛ تر اوسه د ۳۳ کسانو...

تایلنډ، مالیزیا او اندونیزیا کې مرګونی ورښت؛ تر اوسه د ۳۳ کسانو مړینه تایید شوې 

په تایلنډ، مالیزیا او اندونیزیا کې د بې‌سارو ورښتونو له امله مرګوني سېلابونه راوتلي او د ځمک‌ښویېدنې پېښې شوې دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې په دغو دریو هېوادونو کې د دې طبیعي پېښو له امله ۳۳ کسان مړه او لسګونه زره خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي. 

په راپورونو کې ویل شوي چې له تېرو څو لسیزو وروسته په یادو هېوادونو کې دا یو خطرناک او مرګونی ورښت بلل شوی چې له امله یې د تایلنډ سویلي ښار هاټ یايي تقریباً ټول اوبو لاندې کړی دی.

بلخوا د تایلنډ حکومتي سرچینو ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په مسلسل ډول په یاد هېواد کې ۳۳۵ ملي میتره باران شوی چې په تیرو ۳۰۰ کلونو کې هیڅ داسې یوه ورځ نه وه ثبت شوې.

ویل کېږي چې تر دې دمه د تایلنډ ۹ او مالیزیا ۸ ولایتونو سربیره د اندونیزیا ډیرې سیمې اغیزمنې شوي، او ۵۰ زره کسان خوندي سیمو ته لیږدول شوي دي.

چارواکو ویلي چې په یادو هېوادونو کې د ځپل‌شویو د ژغورنې عملیات پیل شوي او شاوخوا ۵۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه