کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د بدخشان والي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي تاجکستان ته سفر کړی او د یاد هېواد له لوړپوړو چارو سره یې ناسته کړې ده.
بلخوا د سرحدي پولیسو ریاست ویاند، عابدالله فاروقي هم ویلي چې تاجکستان ته تللي پلاوي د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره سره د بندرونو پر نظم او د سرحدي همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په دې پلاوي کې د اسلامي امارت د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال هم شامل و.
دا سفر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د اسلامي امارت او تاجکستان اړیکې هم نږدې شوې او په ځینو مواردو کې یو شمېر هوکړې هم شوې دي.
څو ورځې مخکې یو تاجکستاني چارواکي ویلي وو چې دوی به وروسته له دې په خپل هېواد کې د اسلامي امارت هېڅ ضد ډلې ته ځای ورنکړي.
د ویلو ده چې اسلامي امارت که څه هم له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري، خو تر اوسه له روسیې پرته هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.


