خانهافغانستاند عربي متحده اماراتو په ګډون د برښنایي تذکرو ۸۰ وېش څانګې...

د عربي متحده اماراتو په ګډون د برښنایي تذکرو ۸۰ وېش څانګې فعالې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن ویلي، چې  د ټول هېواد په کچه د برښنایي تذکرو وېش ‌څانګې او اسان خدمت مرکزونو له لارې د روان کال په تله او لړم میاشتو کې ۳۸۲ زره او ۷۴ برښنایي تذکرې وېشلې چې له ډلې یې ۲۲ زره او ۱۲۵ د برښنایي تذکرو تر وېش وروسته خدمتونو له لارې وېشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن(پنجشنبه، د لیندۍ ۶مه) د روان کال په یادو دوو میاشتو کې تر ټولو زیاتې (څه‌ باندې ۷۱ زره) برښنایي تذکرې په کابل کې وېشل شوې دي.

دغه اداره زیاتوي چې تر کابل وروسته هرات د ۵۲ زره او ۴۷۴، کندهار د ۲۱ زره او ۳۸۴، ننګرهار د ۲۰ زره او ۱۰۳ او کندوز ولایت د ۱۵ زره او ۵۱۵ برښنایي تذکرو په وېش سره هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې تذکرې یې وېشلې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوسمهال په عربي متحده اماراتو کې د اسان خدمت د یوه مرکز په ګډون د ټول هېواد په کچه  ۸۰ د برښنایي تذکرو وېش ‌څانګې او د اسان خدمت مرکزونه فعال دي او هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه