خانهنړۍ هانګ کانګ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۱۴ تنو...

 هانګ کانګ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېد

د هانګ کانګ د اور وژنې څانګې ویلي، چې د دغه هېواد د شمالي ښار تای پو ولسوالۍ کې د څو لوړ پوړیزو اپارتمانونو ودانیو کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.

د اور وژنې څانګې ویلي چې اور تېره ورځ چهارشنبه، د لیندۍ ۵مه) په ځايي وخت شاوخوا ۳ بجې په ۳۱ پوړیزه برج بلاک کې ولګېد او د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر اوسېدونکي لا هم په سوځېدلو ودانیو کې بند پاتې دي.

د وانګ فوک کورټ اپارتمان کمپلیکس، چیرته چې اور لګېدلی، شاوخوا ۲۰۰۰ اپارتمانونه لري. د اور وژنې څانګې رسنیو ته ویلي چې په ودانۍ کې د بند پاتې شویو خلکو د شمېر په اړه دقیق ارقام نه لري.

د چین د ارټي‌اچ ټلویزیوني شبکې د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې ګڼ شمېر خلک لاهم د سوځېدلو برجونو دننه بند پاتې دي. او د دوه کسانو وضعیت نازک بلل شوی دی.

د هانګ کانګ چارواکو ویلي، چې د پېښې لامل تر څېړنې لاندې دی. باید وویل شي دوی لا تر اوسه نه دي ویلي چې د اور لامل څه دی، ځینې اور وژونکي هم د اور د وژلو په هڅه کې ټپیان شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه