خانهافغانستانپرون له بېلابېلو لارو نږدې ۱۰۰۰ کډالې کورنۍ راستنې شوې

پرون له بېلابېلو لارو نږدې ۱۰۰۰ کډالې کورنۍ راستنې شوې

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام، پرون له بېلابېلو لارو هېواد ته ۸۹۷ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي. 

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۴، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۶، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۲۳ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۱۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د راپور له مخې چې د دومره کډوالو پر ثبت سربېره ۱۲۷۴ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۸۴۸ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي. 

د ویلو ده چې له تېرو نږدې شپږو میاشتو راهیسې یوازې له ایران څخه تر یو نیم میلیون پورې کډوال په جبري توګه را ایستل شوي دي. 

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل که څه د کډوالۍ نړیوالو ادارو او پر بشري حقونو د څار بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، خو د یادو هېوادونو چارواکو بار بار د ټولو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه