په کابل کې د ایران سفیر، عليرضا بیکدلي د ا.ا کار او ټولنیزو چارو له وزیر، عبدالمنان عمري سره په کتنه کې د کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
کابل کې د ایران سفارت لیکلي چې په دې کتنه کې د کارموندنې په برخه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، د تجربو تبادلې او تخنیکي زدهکړو بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د ایران سفیر او د ا.ا کار او ټولنیزو چارو وزیر همداراز په ایران کې د مېشت افغان کډوالو پر کاري وضعیت هم خبرې کړې دي.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند راپورونه زیات شوي دي.
پر دې سربېره ایران د افغان کډوالو د جبري را ایستلو لړۍ هم پیل کړې او د راپورونو له مخې چې دغه هېواد له تېرو پنځو میاشتو راهیسې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال را ایستلي دي.
بلخوا ایراني چارواکو بار بار ټینګار کړی چې له یاد هېواد څخه به ټول افغان کډوال وباسي او دوی یې نور د استوګنې توانايي نه لري.


