خانهافغانستاند یوناما سرپرسته: زرګونه ټنه بشري مرستې په پاکستان کې بندې دي

د یوناما سرپرسته: زرګونه ټنه بشري مرستې په پاکستان کې بندې دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما سرپرستې او د سیاسي څانګې مشرې آغلې جورجټ ګانیون، له امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال، د لارو د تړل پاتې کېدو له امله په پاکستان کې د یوناما د زرګونه ټنه بشري مرستو پر بندېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، د لیندۍ ۵مه) په خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د یوناما سرپرستې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عبوري لارو د بندیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې د “خوړو او تغذيې موادو اړوند د یوناما په زرګونه ټنه بشري مرستې بندې پاتې دي.”

بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې بیدنه کې آغلې جورجیټ خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني لوري د بمبار له امله د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو په مړینې خواشیني څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې د ملکي تلفاتو مخنيوي لپاره باید د نړیوالو قوانینو پابندي وشي او ملکیانو ته د ضرر رسولو څخه ډډه وشي.

نوموړې همداراز د مخدره توکو د کنترول او خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ګروپونو کار د یوناما د سرپرستې لخوا مثبت و ارزول شو، او د دوحې د پروسې تر چتر لاندې یې په نورو برخو کې د ګډ کار وړاندیز وکړو.

هغې همداراز څرګنده کړه چې دوی په مسلسله توګه له بهرنیو ډونرانو سره ښکیل دي ترڅو افغانستان سره د تعامل او مرستو په برخه کې نورې اسانتیاوې رامنځته شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې امیرخان متقي په وروستیو زلزلو کې له زیانمن شویو سره د خواخوږۍ له امله او همداراز په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان لخوا د بمبار په پایله کې د اوښتي ملکي تلفاتو له امله په خواشیني څرګندولو، د یوناما له سرپرستې مننه وکړه.

متقي دغه راز د دوحې پروسې د دوو کاري ګروپونو اړوند یادونه وکړه چې د مخدره توکو کښت صفر ته نږدې شوی او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې هم امارت اړین اقدامات کړي.

متقي وویل، اوس ددې وخت رارسیدلی چې اړونده لوري هم د مخته تګ لپاره نور ملموس قدمونه واخلي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه