خانهافغانستانخوست کې د پاکستان د برید په اړه غبرګونونه؛ یونېسف: ماشومان باید...

خوست کې د پاکستان د برید په اړه غبرګونونه؛ یونېسف: ماشومان باید په نښه نشي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په خوست کې د پاکستان د هوایي برید او په دغه ولایت کې د نهه ماشومانو د وژنې په غبرګون کې ویلي چې «ماشومان باید هېڅکله په نښه نشي».

یونېسف نن (چهارشنبه، د لیندۍ ۵مه) په یوه پیغام کې زیاته کړه چې ماشومان باید هېڅکله په نښه نشي او د ماشومانو د ساتنې غوښتنه یې وکړه.

دې نړیوالې ادارې د دوشنبې په شپه په خوست کې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دوشنبې په شپه په خوست ولایت کې د ۱۰ ملکي وګړو وژنه تایید کړه او زیاته یې کړه چې ډېری یې ماشومان وو. د یوناما په وینا، په برید کې شپږ نور ټپیان هم شول.

 د دوشنبې په ورځ ناوخته د خوست، کنړ او پکتیکا ولایتونو کې د ترسره شویو هوایي بریدونو وروسته، ا.ا اعلان وکړ چې بمباري د پاکستان لخوا شوې او خبرداری یې ورکړ چې په مناسب وخت کې به یې ځواب ووایی.

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه او د منل شویو نړیوالو معیارونو خلاف بللي دي.

هغه وویل چې په خوست ولایت کې پر یوه ملکي کور د هوايي برید په پایله کې لس ملکي وګړي، نهه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.

خو د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دوی په افغانستان هېڅ برید نه دی کړی او په دې اړه یې د ا.ا ادعا «بې‌اساسه» بللې ده.

په داسې حال کې چې انځورونه او ویډیوګانې ښیي چې په دې بریدونو کې ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا د دې حقیقت سره سره ده چې د اکتوبر په ۱۹مه په دوحه او استانبول کې د ا.ا او پاکستان د پلاوي ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه، خو ا.ا وايي چې د پاکستان وروستي هوایي بریدونه د دې هوکړې خلاف ورزي ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه