خانهافغانستانمولوي عبدالکبیر: په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د...

مولوي عبدالکبیر: په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د ا.ا کډوالو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت د برخې له مشرې، شکونودا سره په کتنه کې د کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د دغه وزارت په اېکس‌‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې افغان راستنو شویو ته د مرستو او په هېواد کې د کډوالۍ پر دایمي حل لارو خبرې شوې دي. 

د وزارت په خبرپاڼه کې د اغلې شکونودا له قوله لیکل شوي چې د راستنو شویو ظرفیتونو او وړتیاوو ته په کتو، هغوی به د ټولنې فعال غړي شي او هغوی ته د مناسب کاري چاپېریال د چمتو کولو په برخه کې هڅې کوي. 

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې پلاوي همداراز د راستنو شویو کسانو چارو ته د رسېدنې او اغېزمن کار په موخه د کډوالو چارو له وزارت سره د ګډې کمېټې وړانديز کړی دی.

په دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر ویلي چې د ژمي په راتګ سره د راستنو شویو ستونزې ډېرې شوې دي او په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي همداراز ویلي چې اسلامي امارت له کډوالو سره د لنډمهاله مرستو تر څنګ د دایمي سرپناوو پلان هم پلی کوي او په دې برخه کې یې د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه