خانهافغانستانریچارډ بینټ د پاکستان وروستۍ برید ته غبرګون وښود

ریچارډ بینټ د پاکستان وروستۍ برید ته غبرګون وښود

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې د تاوتریخوالي له زیاتولو څخه ډډه وکړي او د هېواد په ځینو برخو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو وروسته د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

بینټ تېره ورځ(سه‌شنبه، د لیندۍ ۵مه) په سهار په کنړ، پکتیکا او خوست ولایتونو باندې د پاکستان بریدونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د نړیوال بشري قانون اطاعت او د ملکي وګړو د زیان مخنیوي یو نه ماتېدونکی اصل دی.

هغه د ا.ا او د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې موجوده اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او د تاوتریخوالي حل لارې پریږدي.

دا څرګندونې په داسې حال کې خپرې شوې چې د ا.ا د چارواکو په وینا، د پاکستاني هوايي بریدونو په پایله کې لس کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. ا.ا دا پیښه یو “جرم” بللی او خبرداری یې ورکړی چې په “مناسب وخت” کې به دې عمل ته ځواب ووایي.

په وروستیو کلونو کې د پاکستان او ا.ا ترمنځ تاوتریخوالی په مکرر ډول د سرحدي نښتو او هوایی بریدونو لامل شوی دی. که څه هم دواړو خواوو په مکرر ډول د خبرو اترو اړتیا باندې ټینګار کړی، خو د پولې دواړو غاړو ته د وسله‌والو ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه اختلافات لاهم پاتې دي. نړیوالو سازمانونو په دوامداره توګه خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام تر هرڅه پورته د ملکي وګړو ژوند ګواښي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه