د عامې روغتیا وزارت وايي چې د یاد وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني له لوړ رتبه پلاوي سره ترکیې ته رسمي سفر پیل کړی دی.
د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل لیکلي چې له دې سفر موخه د روغتیا په برخه کې د نویو تجاربو ترلاسه کول، د ترکیې هیواد له ځینې روغتیایي او علمي مراکزو لیدنه، د ترکیې هیواد له روغتیایي او دولتي مسؤولینو سره لیدنه ده.
سرچینې لیکلي چې د اسلامي امارت پلاوی به ترکیه کې د اړیکو او همکاریو ایجاد او پراختیا لپاره هم کتنې او بحثونه وکړي.
“همدارنګه دا پلاوی به د خپل سفر پرمهال له بېلابېلو خصوصي او دولتي مسوولینو سره لیدنې ترسره کړي چې موخه یې د هیواد د روغتیایي سیستم پرمختګ او له ترکیې سره د روغتیا په برخه کې د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کول دي.“
د اسلامي امارت روغتیا وزارت پلاوي دا سفر داسې مهال کېږي چې پرون د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي هم ترکیې ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې چې وه نورالدین عزیزي به هلته د اقتصادي همکارۍ سازمان ایکو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.


