خانهافغانستان"دا ځل به لوبه داسې پای ونه مومي، لکه څنګه چې دوی...

“دا ځل به لوبه داسې پای ونه مومي، لکه څنګه چې دوی (پاکستاني حکومت) فکر کړی.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین پر خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني حکومت د وړمې شپې هوايي بریدونه غیراسلامي، غیرانساني او له ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار بللی دی. 

پښتین په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان له لوري د بې‌ګناه ماشومانو او مېرمنو وژل او د کډوالو ځپل «پخپله ترهګري» ده او په وینا یې چې پاکستانی حکومت د «شیطانت» لوبه پر مخ وړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دا هم لیکلي چې پاکستانی حکومت په دې کار سره له لوېدیځ څخه پیسې اخلي، خو ټینګار یې کړی چې د پاکستاني جنرالانو پیل کړې پروژه ناکامه ده.

د ښاغلي پښتین په وینا: “دا ځل به لوبه داسې پای ونه مومي، لکه څنګه چې دوی (پاکستاني حکومت) فکر کړی.”

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) هم پر افغان خاوره د پاکستاني حکومت د وړمې شپې بریدونه غندلي او د ملکي وګړو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

یوناما ویلي چې د وړمې شپې په بریدونو کې نهه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان بیاځلي بریدونه په کلکه غندلي وو او خبرداری یې ورکړی و چې افغان لوری به یې په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه