په کابل کې د قطر نوي سفیر، مردوف القاشوطي د ا.ا بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو د بحث تر څنګ د خپل باورلیک نسخه وړاندې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په اېکس لیکل شوي چې په دې کتنه کې ښاغلي متقي د قطر نوي سفیر ته په راتلونکي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړې او پر بېلابېلو مسایلو ورسره غږېدلی دی.
په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د وزیر له قوله راغلي چې افغانستان او قطر یو له بل سره تاریخي اړیکې لري او د دغو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر دوهاړخیزو هڅو ټینګار کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د قطر دولت نوي سفیر د افغانستان او قطر د حکومتونو او ولسونو اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه چې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتيا په برخه کې به هڅې زياتې کړي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې هېواد به يې د منځگړيتوب په برخه کې خپل سياست ته ادامه ورکړي او د افغانستان او نړيوالې ټولنې د دريځونو په لا نږدې کولو کې به هڅې وکړي.


