د ا.ا ویاند ذبیح.الله مجا.هد ویلي، د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان پکتيکا، خوست او کنړ ولايتونو کې د تېرې شپې هوايي بريدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی.
د ا.ا ویاند ذبیح.الله مجا.هد نن(سهشنبه، د لیندۍ مه) د پاکستان د تېرې شپې بریدونو ته په ځواب کې ویلي، چې د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی او دغه ډول جنایتنه يوازې دا چې کومه لاستهراوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينگلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایې او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلی.
اعلامیه زیاتوي چې ا.ا دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بیا ټینګار کوي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
تېره شپه پاکستاني پوځ په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه وکړل له امله یوه ښځه او نهه ماشومان «شهیدان» شوي، او په ځینو نورو ولایتونو کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.


