خانهافغانستان"د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یوه ښځه او ۹ ماشومان...

“د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یوه ښځه او ۹ ماشومان شهیدان شوي”

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد منلې چې تېره شپه پاکستاني پوځ  په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي.  

نوموړي ویلي چې په خوست ولایت کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له امله یوه ښځه او نهه ماشومان شهیدان شوي، او په ځینو نورو ولایتونو کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي چې پاکستاني پوځ د خوست ولایت «ګربز» ولسوالۍ په «مغلګۍ» سیمه کې د یو ځايي اوسېدونکي کور په نښه کړی او کور په بشپړه توګه نړېدلی دی.

تر دې مخکې ځايي سرچینو راپور ورکړی و چې پاکستان یو وار بیا له افغانستان سره اوربند مات کړی او د خوست په ګډون یې په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. 

د افغانستان او پاکستان د وروستۍ ترینګلتیا له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ هم ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې او هر ډول سوداګري ورسره په بشپړه توګه ځنډول شوې ده.

د ویلو ده چې د افغانستان – پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات هم بې‌پایلې شوي وو. 

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د ترکیې لوړپوړی پلاوی هم اسلام‌اباد ته تللی او سرچینو لیکلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې پر ځینو مسایلو کې تاوتریخوالي هم رامنځته شوی دی.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه