د پیسو نړیوال صندوق په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې فساد، د مالیې څخه تېښته او د عاید پټول، د پیچلو قوانینو سره یوځای، د پاکستان خزانې ته سخت ګوزار ورکړی دی.
ایاماف په یوه نوي راپور کې ویلي چې د پاکستان د مالیې جوړښت د پراخ فساد، منظم مالیې څخه تېښتې او د اتباعو او شرکتونو د اصلي عاید په وړاندې کولو کې د روڼتیا نشتوالي له امله د دوامداره عاید تولید وړتیا له لاسه ورکړې ده.
نړیوال سازمان وايي چې په پاکستان کې د مالیه ورکوونکو اصلي شمېر د رسمي احصایو په پرتله خورا ټیټ دی. د فنډ د ارزونې له مخې، د مالیه ورکوونکو شمېر باید لږترلږه ۱۵ میلیون خلکو ته لوړ شي ترڅو د حکومت عواید بېرته راولي او په بودیجه فشار کم کړي.
دا په داسې وخت کې راځي چې د پاکستان اقتصاد په وروستیو کلونو کې له دوامداره بحرانونو سره مخ دی، پشمول د درنو پورونو، لوړ انفلاسیون او د حکومت د عوایدو کمېدو. ایاماف په مکرر ډول له اسلاماباد څخه غوښتنه کړې چې د مالیې سیسټم کې بنسټیز اصلاحات راولي، خو د قوانینو پیچلتیا، کمزورې څارنې او د فساد شبکو نفوذ د اصلاحاتو اغېزمن پلي کولو مخه نیولې ده.
پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفوس او اقتصاد په پرتله یې د مالیې راټولولو کچه ټیټه ده. یوازې د وګړو او سوداګرۍ یوه کوچنۍ سلنه مالیه ورکوي. د پیسو نړیوال صندوق په وار وار خبرداری ورکړی چې که پاکستان د خپل مالیې اساس پراخ نه کړي نو د بودیجې بحران به دوام ومومي.


