خانهافغانستانهلمند کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی

د هلمند مسوولینو د یاد لایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله د یو کس د مړینې او دوو نورو له ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی.

مسوولینو ویلي چې دا پېښه تېره شپه د هلمند ولایت مرکز، لښکرګاه سیمه کې شوی دی. 

سرچینې ویلي چې یو فرونر موټر په ولاړو مټرسایکلونو او لاسي کړاچیو ورختلی او چلوونکی یې له پېښې وروسته تښتېدلی دی. 

د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې ده، او مسوولینو ویلي چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.  

له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي. 

د ویلو ده چې په هېواد کې ترافیکي پېښې تر ډېره د افغانستان خلاف لاس موټرو د چلوونې پرمهال کېږي او په وروستیو کې حکومت په پلازمېنه کابل او یو شمېر ښارونو کې د دې موټرو پر تګ راتګ بندیز هم لګولی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه