خانهنړۍپر اوکراین د روسیې تازه برید کې څلور کسان وژل شوي

پر اوکراین د روسیې تازه برید کې څلور کسان وژل شوي

نړیوالو رسنیو د اوکرایني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د خارکیف په ښار کې د روسیې په هوايي برید له امله څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

رویټرز نن(دوشنبه، د لیندۍ ۳مه) د خارکیف د ښاروال په حواله راپور ورکړ چې برید تېره شپه د خارکیف په ښار کې شوی دی او د خارکیف ښاروال برید “لوی” بللی دی.

دا برید هغه مهال شوی چې اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو تېره ورځ په مسکو کې د برښنا فابریکه په نښه کړه.

باید وویل شي چې خارکیف د روسیې له پولې څخه ۳۰ کیلومتره لرې دی، د هېواد د درې کلنې جګړې په لومړیو کې مقاومت وکړ او پرله‌پسې بریدونه یې تجربه کړي دي.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوربند  خبرې روانې دي.

له دې سره هم مهاله د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر طرحې د پراخو اندېښنو له خپرېدو وروسته اروپايي هېوادونو د امریکا په دغه پلان کې ځینې بدلونونه راوستي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې په دې طرحه کې تر ډېره هغه مادې بدلې شوې چې مسکو پرې رضایت ښودلی و، لکه روسیې ته د اوکراین د نیول‌شویو سیمو ورپرېښودل او ځینې نور بدلونونه هم پکې رامنځته شوي دي. 

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه