خانهنړۍخلیلزاد وايي، پاکستان کې پراخ فساد پخوانی دی

خلیلزاد وايي، پاکستان کې پراخ فساد پخوانی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد ‘د پاکستان په اړه’ د پیسو نړیوال صندوق د تازه راپور په غبرګون کې ویلي چې په پاکستان کې فساد نوې خبره نه ده او په وینا یې چې هلته فساد پراخ او دوامدار دی. 

خلیلزاد په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا فساد به تر هغو دوام کوي چې د پاکستان واکمن ګوندونو د اصلاحاتو راوستلو لپاره کار نه وي کړی.

خلیلزاد همداراز لیکلي چې په پاکستان کې د فساد زیان ولس ته رسېږي او د پرمختګ مخه نیسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي تر دې مخکې هم څو ځلې د پاکستان پر اوسني حکومت توندې نیوکې کړې، او ترڅنګ یې خپل وړاندیزونه او مشورې ورسره شریک کړي دي.

خلیلزاد څو ځلې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان د خوشې‌کېدو غوښتنه هم کړې او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې د ګوندونو له ځپلو لاس واخلي. 

د ویلو ده چې د خلیلزاد له دې څرګندونو مخکې تازه په خیبر پښتونخوا پېښور کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو ودانۍ مخې ته زوروره چاودنه هم شوې چې د مرګ‌ژوبلې په اړه یې لا تر اوسه څه نه دي خپاره شوي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه