د چین بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» تاجکستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر «سراجالدین مهرالدین» سره په کتنه کې د افغانستان اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو افغانستان د چین او تاجکستان ګاونډی بللی او ډاډ یې څرګند یې کړی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره به ګډ کار کوي.
وانګ یي او مهرالدین همداراز د چین او تاجکستان د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم بحث کړی، او یو له بل سره یې د همکاریو د پراختیا ژمنې هم کړې دي.
د راپورونو له مخې چې د چین بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې د تاجکستان له ولمسشر، امام علي رحمان سره هم کتلي دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د بېجینګ او کابل ترمنځ اړیکو پراختیا موندلې او له تېر یو کال راهیسې د تاجکستان او اوزبیکستان په ګډون ځینې نور هېوادونه هم په ډېرو مسایلو کې له افغانستان سره نږدې شوې دي.
د چین بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې هم د سیمې له یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان د سولې، ټیکاو او همداراز په سرحدونو کې د امنیت د ټینګښت په تړاو ناستې او خبرې کړې دي.


