د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ د پښتو څانګې پخوانی استاد او د هېواد وتلی علمي، ادبي او روزنیز شخصیت « پوهاند محمداجان حقپال» د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د استاد حقپال لور او د کابل پوهنتون پخوانۍ استادې اریانا حقپال تېره ورځ(جمعه، د لړم ۳۰مه) خبر ورکړی چې پلار یې په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
استاد حقپال نه یوازې د اوږدو لسیزو لپاره هېواد ته صادقانه خدمتونه ترسره کړ، بلکې د زرګونو ځوانانو په علمي روزنه او فکري سمسورتیا کې یې هم ارزښتمن او نه هېرېدونکی رول ادا کړ.
پوهاند ډاکټر محمداجان حقپال د لغمان ولایت کې زېږېدلی او د کابل او ننګرهار پوهنتونونو د پښتو ادبیاتو هېوادپال، محبوب او مسلکي استاد و.
حقپال په پښتو ادب کې یې د دوکتورا سند ترلاسه کړی و او د ادبپوهنې په برخه کې یې ژور تخصص درلود. د استاد د څېړنو، مقالو، لیکنو او علمي خدمتونو لړۍ د پښتو ادبیاتو په معیاري کېدو، معاصرېدو او غنامندېدو کې تلپاتې ونډه لري.
د استاد د لیکوالۍ سبک ژور، روان، ملي او رڼا خپروونکی و. د یوه ژمن خبریال، بااحساس لیکوال او امانتپال مترجم په توګه یې په رسنیز ډګر کې هم ارزښتناک خدمتونه کړي دي.
د استاد په مړینې ګڼ شمېر ادبپوهانو او د نوموړي زدهکوونکو د خواشیني پیغامونه خپاره کړي دي.


