د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت «اجرستان» ولسوالۍ هغه ۸ اوسېدونکي خاورو ته سپارل شوي چې څو ورځې مخکې په ایران کې د ترافیکي پېښې له امله مړه شوي وو.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا هېوادوال په غیرقانوني توګه ایران ته تللي وو، او د سیستان – بلوچستان ولایت په «خاش» سیمه کې یې د ترافیکي پېښې له امله ژوند بایللی و.
د مسوولینو په وینا چې یاد کسان د افغان کنسولګرۍ په هڅو پرون د غزني ولایت اجرستان ولایت ته رسول شوي، او د جنازې مراسم یې د ځايي مسوولینو او خلکو په ګډون شوي دي.
څو ورځې مخکې د ایران ایسنا راپور ورکړی و چې د سیستان – بلوچستان ایالت په «خاش» سیمه کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر له یو بل موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې ۸ افغانان مړه او ۶ نور سخت ټپیان شوي وو.
د غزني مسوولینو همداراز ویلي چې د هغې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ټپيشوي هېوادوال هم رالېږدول شوي چې دلته به یې درملنه وشي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په ایران کې د ورته ترافیکي پېښو له امله لسګونه افغانانو ژوند بایللی دی.


