د هند بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نوي ډيلي او کابل په خپلو سفارتونو کې د ځانګړو سوداګریزو اتشو د ټاکلو پرېکړه کړې ده.
د هندي رسنیو په راپورونو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو مسوول «انند پرکاش» په حواله ویل شوي چې له دې پرېکړې وروسته ښايي کابل ژر خپله سوداګریزه اتشه «نوي ډیلي» ته واستوي.
د راپورونو له مخې چې دا پرېکړه د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي او د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر د کتنې پرمهال شوې ده.
ویل شوي چې دا ځانګړې سوداګریزې اتشې به د هند او افغانستان په سفارتونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ټاکل کېږي، او ځانګړې دندې به ترسره کوي.
بلخوا اسلامي امارت تر اوسه د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې دا مهال د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي هند ته رسمي سفر پیل کړی او هلته یې د «جی شنکر» په ګډون له بېلابېلو هندي چارواکو سره ناستې کړې دي.
په وروستیو کې د هند او افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوې، او څه موده مخکې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هم هند ته رسمي سفر کړی و.


