خانهنړۍ"پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ غړي نادرکه شوي"

“پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ غړي نادرکه شوي”

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږو نادرکه‌شویو کسانو په اړه خپلواکه څېړنه وکړي او معلومات وړاندې کړي. 

د دې سازمان په وینا چې له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې په پېښور کې د نورالله ترین، حنیف پښتین او فرمان وزیر په ګډون د پښتون‌ ژغورنې غورځنګ شپږ غړي نادرکه شوي دي. 

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره د دغو کسانو په اړه معلومات ورکړي او د فعالو کسانو د جبري نادرکه‌کېدو لړۍ دې ودروي. 

تر دې مخکې هم د پښتون‌ ژغورنې غورځنګ لسګونه غړي د ناپېژانده‌ کسانو لخوا وژل شوي او یو شمېر نور یې لا هم د پاکستان په بندخونو کې دي.  

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون پر بشري حقونو د څار ګڼو نړیوالو ادارو بار بار د پاکستان له حکومته غوښتي چې د فعالانو له نیولو او لادرکۍ لاس واخلي.

د ویلو ده چې دا مهال د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، عمران خان هم د پاکستاني حکومت په زندان کې دی، چې څو ورځې مخکې یې خویندې هم د څو ساعتونو لپاره نیول شوې وې.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه