خانهنړۍد اوکراین جګړې د پایته‌رسولو پلان؛ زلنسکي د خپل هېواد وضعیت ته...

د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو پلان؛ زلنسکي د خپل هېواد وضعیت ته اندېښمن دی

د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکا وړاندیزشوي پلان سره سم د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي ویلي چې ښايي دوی د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي. 

زلنسکي د جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکا پلان د مسکو په ګټه بللی، خو ټینګار یې کړی چې کي‌یف به د امریکا د ملاتړ خوندي‌کولو او هم له خپلواکو حقونو څخه د دفاع لپاره هڅې کوي. 

ولادیمیر زلنسکي اندېښنه ښودلې چې له روسیې سره یې د جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکا ترتیب شوی پلان تر ډېره د مسکو په ګټه دی او په وینا یې، دا هم امکان لري چې د همدې پلان په خاطر کي‌یف د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي.

د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي واکمنېدو وروسته د روسیې او اوکراین د نږدې څلور کلنې جګړې د پایته‌رسولو لپاره نړیوالې هڅې پیل شوې، او ټرمپ په همدې خاطر څو ځلې د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره هم ناستې کړې دي.

څو ورځې مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې ښايي په نږدې راتلونکې کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې په اړه د خبرو لپاره د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره یو وار بیا مخامخ وویني.

د ویلو ده چې امریکا د مسکو او کي‌یف په روانه جګړه کې د اوکراین ستر نظامي ملاتړی پاتې شوی او له تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې له یاد هېواد سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کړې دي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه