خانهافغانستاند ۲۰۲۶ کال نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو مهالوېش اعلان...

د ۲۰۲۶ کال نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو مهالوېش اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د ۲۰۲۶ کال نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو مهالوېش په ډاګه شو. د دغه مهالوېش له مخې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶کال د جنوري میاشتې په ۱۶مه د سویلي افریقا د نوولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن(پنجشنبه، د لړم ۲۹مه) ویلي، افغان ځوانان د یادو سیالیو په څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، ویسټ انډیز او تانزانیا لوبډلو سره ده.

 د دغه مهالوېش له مخې به افغان لوبډله په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶کال د جنوري میاشتې په ۱۶مه د سویلي افریقا د نوولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغان ځوانانو دویمه سیالۍ به د جنوري میاشتې په ۱۸مه له ویسټ انډیز لوبډلې سره ترسره شي او درېیمه ګروپي سیالۍ به د همدې میاشتې په ۲۱مه له تانزانیا هېواد سره وي.

باید وویل شي چې د ۲۰۲۶ کال نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو مهالوېش له ګروپي سیالیو وروسته به د شپږ غوره لوبډلو پړاو وي چې له مخې به یې ګټونکې لوبډلې د فیبروري په درېیمه او څلورمه نیمه پایلوبه ولري او پایلوبه به د فیبروري میاشتې پر ۶مه ترسره شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه