خانهافغانستانیوازې پرون څه باندې ۱۰ زره کډوال را ایستل شوي

یوازې پرون څه باندې ۱۰ زره کډوال را ایستل شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې پرون (چهارشنبې، لړم ۲۹مه) له بېلابېلو لارو ۱۰ زره ۴۰۵ کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. 

د دغه کمېسیون د راپور له مخې چې دا ۱۷۶۳ کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پل له لارو هېواد ته راستنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اېکس‌پاڼه د یاد کمېسیون د راپور په خپرولو سره لیکلي چې د دې راستنېدنې د ثبت ترڅنګ ۱۳زره ۳۰۳ کسان بیا خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او ۱۵۴۳کورنیو سره مرستې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې پرون له مرکز کابل څخه هم د ټرانسپورټ کمېټې له لوري ۱۲۴۱کورنۍ کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدولې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې نږدې هره ورځ تر یو نیم زر پورې کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه را ایستل کېږي.

په ورته مهال د ایران کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني ویلي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال له ایران څخه ایستلي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه