خانهافغانستان"وروستیو کې مو شاوخوا یونیم میلیون افغان کډوال ایستلي"

“وروستیو کې مو شاوخوا یونیم میلیون افغان کډوال ایستلي”

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام، تازه د ایران کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني ویلي چې له یاد هېواده یې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال ایستلي دي. 

سکندر خبریالانو ته ویلي چې دا مهال ایران د کډوالو د مېشتېدنې لپاره د کافي سرچینو له کمښت سره مخ دی او په وینا یې چې له همدې امله یې د کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده. 

د ایران کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې هېواد یې د کډوالو ضد پالیسي نه لري، خو وس یې نه رسېږي. 

تر دې مخکې هم یو شمېر نورو ایراني چارواکو ویلي وو چې له یاد هېواد څخه به ټول افغان کډوال وباسي چې په یو شمېر سیمو کې یې د دوی نیول او زنداني کول هم زیات کړي دي. 

بلخوا خپلواکو سرچینو راپور ورکړی چې ایران له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له خپل هېواد څخه نږدې دوه میلیون افغانان را ایستلي دي. 

د ویلو ده چې پر ایران سربېره له پاکستان څخه هم د افغان کډوالو ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي او پاکستاني چارواکو د ټولو افغانانو پر ایستلو ټینګار کړی دی.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه