خانهافغانستانایران کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ افغانان مړه شوي

ایران کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ افغانان مړه شوي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله نهه افغانان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې چې دا پېښه پرون (سې‌شنبې، لړم ۲۷مه) د سیستان او بلوچستان ولایت په خاش ولسوالۍ – سراوان لویه لار د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او یو بل موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.
په راپورونو کې د ایراني پولیسو په حواله ویل شوي چې له پېښې وروسته ټپيان د بېړنۍ څانګې له لوري په خاش ولسوالۍ کې د امام خمیني روغتون ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې چې تېره اوونۍ هم د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د دوو موټر چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسانو ژوند بایللی و او اووه نور ټپیان شوي وو.
تر دې مخکې هم په ایران کې د بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله لسګونه افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.
د ویلو ده چې په وروستیو کې د ایران او افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه