خانهنړۍله اووه کلونو وروسته سپینې ماڼۍ ته د «بن سلمان» سفر؛ ټرمپ...

له اووه کلونو وروسته سپینې ماڼۍ ته د «بن سلمان» سفر؛ ټرمپ ورسره پر سوداګریزو او امنیتي مسایلو غږېدلی

د واشنګټن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د سعودي عربستان د ولیعهد، محمد بن سلمان تود هرکلی شوی، او دواړو لوریو د اړیکو، امنیتي مسایلو او سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې په دې کتنه کې ټرمپ او بن سلمان په امریکا کې د سعودي له لوري د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پر پانګونې او د بېلابېلو پروژو پر عملي‌کېدو هم بحثونه کړي دي. 

“څو میاشتې مخکې د سعودي ولیعهد د امریکا له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو چې سعودي عربستان پلان لري چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالر پانګونه وکړي.“

په راپور کې ویل شوي چې ټرمپ هڅه کړې چې د دې کتنې په وسیله د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو عادي‌کولو ته لار هواره کړي، خو د کارپوهانو په وینا چې په دې برخه کې ښايي څرګند پرمختګ ونه‌شي.

د ټرمپ او بن سلمان له دې کتنې وروسته ځینې امریکايي چارواکو لیکلي چې دوی دواړو د دفاعي تجهیزاتو د پلور، د ملکي اټومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ او د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا په زیربناوو کې د څو میلیارد ډالرو پانګونې تړونونو د لاسلیک لپاره هم چمتووالی ښودلی دی. 

د کارپوهانو له دې څرګندونو مخکې د امریکا ولسمشر ویلي وو چې دوی به پر سعودي عربستان ایف – ۳۵ جېټ الوتکې هم وپلوري.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه