خانهافغانستانتورخم کې له پاکستانه قاچاق شوي ۵۰۰ کیلو ګرامه کبان له نیولو...

تورخم کې له پاکستانه قاچاق شوي ۵۰۰ کیلو ګرامه کبان له نیولو وروسته تر خاورو لاندې شول

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د تورخم حیواني قرنطین کارکوونکو له پاکستانه په قاچاقي ډول راوړل شوې ۵۰۰ کیلوګرامه کبان نیولي دي.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن (سه‌شننبه، د لړم ۲۷مه) په یوه  خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نیول شویو کبانو دغه غوښه د یو ګډ پلاوي په حضور کې تر خاورو لاندې او له منځه یوړل شوه.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي، له هغه وروسته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات او واردات بند شوي، د اسلامي امارت د نافذه قوانینو او مشرانو د هدایت مطابق هېچاته اجازه نه ورکول کیږي، چې د پاکستان له خاورې حیواني او نباتي محصولات هېواد ته راننباسي.

نوموړي له سوداګرو او ټولو افغانانو غوښتي، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د اصولو مطابق له نورو لارو خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرحدي پولیسو ریاست هم ویلي چې د تورخم له لارې په قاچاقي توګه راوړل شوې مېوې، دوا او یو شمېر نور توکي یې کشف او ضبط کړي  دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه