د ننګرهار ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله یوه قابله او یو ماشوم مړه شوي او اووه نورې روغتیاپالې ټپیانې دي.
د سرچینې په وینا چې پېښه د ښځینه روغتیاپالو د لېږدونکي موټر او کرولا ترمنځ د تورخم – جلالاباد په لاره شوې ده.
ویل کېږي چې دا ښځینه روغتیايي کارکوونکې له دندې څخه خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې وې چې موټر یې له کورولا سره تر ټکر وروسته اوښتی دی.
په ورته مهال د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې یوه قابله مړه او پنځه نورې روغتیاپالې ټپيانې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پېښه کې یو ماشوم او یو موټرچلوونکی هم ټپیان شوي دي.
د ننګرهار روغتیايي مسوولینو د ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی دی.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.


