د پاکستان په پنجاب کې ایالت کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري د داعش خراسان څانګې د یو بل غړي له وژلکېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد دا یو «ښه خبر» بللی دی.
پرون ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د پنجاب ایالت د اختراباد ښار په پاټک سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو د داعش خراسان څانګې یو غړی وژلی دی.
په راپورونو کې د دغه وژلشوي داعشي نوم «برهان» ښودل شوی چې په «زید» مشهور و.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د یو بل غړي وژلکېدل یو «ښه خبر» بللی او دا جمله یې د راپورونو تر خپرېدو وروسته په خپله اېکسپاڼه لیکلې ده.
د راپورونو له مخې چې دغه وژلشوي کس د افغانستان په ځینو سیمو کې هم فعالیتونه کړي وو او د داعش خراسان څانګې یو مشهور قوماندان بلل شوی دی.
د ویلو ده چې موده مخکې هم په پاکستان کې د داعش ډلې یو بل قوماندان وژل شوی و.


