خانهافغانستاند پاکستان بهرنیو چارو وزارت د منځګړیتوب په برخه کې د ایران...

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د منځګړیتوب په برخه کې د ایران وړاندیز ستایلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د اسلام آباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران له وړاندیز هرکلی کوي.

د دغه وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي پرون (یکشنبې) ویلي: “ایران زموږ ورور او دوست هیواد دی. پاکستان تل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د سوله‌ییزو حل لارو ملاتړ کړی او د ایران د منځګړیتوب د نوښت ستاینه کوي.”

هغه زیاته کړې چې پاکستان په وار وار له کابل څخه غوښتي چې د «پولې هاخوا ترهګرۍ» د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او ایران کولی شي په دې پروسه کې مهم رول ولوبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی: “په دې مسله کې د پاکستان دریځ خورا قوي دی.”

په دې وروستیو اوونیو کې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني هوايي بریدونو د مسلې له امله د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره به «سیمه‌ییزه غونډه» جوړه شي.

د دې میاشتې په پیل کې، په استانبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو پرته له کومې پایلې پای ته ورسید.

دا خبرې اترې د اکتوبر په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ له نښتو وروسته پیل شوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ د سیمې هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. له دې مخکې د ترکیې ولسمشر او د ګاونډیو هېوادونو ځینو نورو مشرانو د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل غوښتنه کړې وه.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه