خانهافغانستانتلې مياشت کې د نږدې ۲۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تلې مياشت کې د نږدې ۲۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د تلې مياشتې کې د صادراتو ټول ارزښت ۲۷۴٫۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۱۶۸٫۴ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نن(یکشنبه، د لړم ۲۵مه) ویلي، د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د تلې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

دغه اداره زیاتوي، چې د ۱۴۰۴ کال په وږي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۹٫۸ میلیون ډالر وو، د ارقامو تحلیل ښيي، چې د روان کال په تلې میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د وږي میاشتې په پرتله ۴۵٫۱ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

بلخوا د روان کال په وږي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۲۳۲٫۶ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د ۱۴۰۴ کال په تلې مياشت کې د ۶۴٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی دی.

باید وویل شي چې په تلې میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان، ترکیه او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین، پاکستان او متحده‌ عربي اماراتو هېوادونو سره شوي دي.

دغې ادارې د خپلې خبرپاڼې په وروستۍ برخې کې ویلي، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې د برښنا وارداتو له ارزښت پرته محصولي او غير محصولي واردات شامل دي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې شوي او د ا.ا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو سوداګرو وغوښته چې د پاکستان پر ځای دې له بدیلو لارو خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه