د ا.ا ۲۰۷ الفاروق قول اردو اعلان وکړ، چې دوی په تېره اوونۍ کې لږترلږه ۳۱۵ کسان ایران ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي دي. د دوی په وینا، د دې اقدام هدف د سرحدونو خوندي کول او د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی دی.
ا.ا مخکې له دې د هرات په سرحدي سیمو کې یو شمېر خلک نیولي دي چې هڅه یې کوله ایران ته واوړي او بېرته یې خپلو استوګنځایونو ته واستوي.
په ورته وخت کې د افغانستان په پولو کې د نیولو زیاتوالي سره، ایران د افغان کډوالو د ایستلو پروسه په بې ساري ډول ګړندۍ کړې ده. د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وویل چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱.۲ میلیون افغان کډوال ایستل شوي او د کال تر پایه به نور ۲ میلیون کډوال هم ایستل شي.
اوس مهال، ایران او پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال افغانستان ته راستنوي. دا پروسه د نړیوالو او بشري حقونو سازمانونو لخوا نیوکه شوې ده، او د ا.ا د واکمنۍ لاندې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
په دې خطرناکه لاره کې، ځینې د لوږې او تندې له امله مري، او ځینې یې د ایران د سرحدي ساتونکو لخوا په ډزو وېشتل کیږي.
باید وویل شي چې یو شمېر خپل منزل ته رسیږي او خپلې ورځې او شپې په وېره کې تېروي. دوی هڅه کوي چې د سخت کار کولو سره د خپلو کورنیو لپاره یوه ټوټه ډوډۍ چمتو کړي.


