خانهافغانستان"د افغانستان – پاکستان د ترینګلتیاوو د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو...

“د افغانستان – پاکستان د ترینګلتیاوو د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو یو”

د افغانستان – پاکستان د ترینګلتیاوو په دوام، تازه د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مذاکراتو لپاره منځګړیتوب ته چمتو دي. 

د دغه وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د مسکو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ موضوع بللې او په دې برخه کې یې د روسیې منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.

تر دې مخې د ایران په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو پر دوام ټینګار کړی و او له دواړو لوریو یې د زغم او مذاکراتو غوښتنه کړې وه.

د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو مشرانو هم له پاکستاني چارواکو سره په ټلفوني او مخامخ خبرو کې د افغانستان په اړه بحثونه روان کړي دي. 

تازه پاکستاني چارواکو ویلي چې د اردن پادشاه هم د پاکستان له لومړي وزیر، شهباز شریف سره د افغانستان په اړه خبرې کړې، چې جزییات یې نه دي رسنیز شوي.

په ورته مهال اسلامي امارت ټینګار کړی چې دوی د داسې مذاکراتو دوام ته ژمن دي چې پاکستاني لوری پکې خپلې معقولې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه