افغان ابدالیان لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د کرکټ اسیايي شورا د ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.
د دغې لوبې پچه تېره ورځ(شنبه، د لړم ۲۴مه) سیالې سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. خو افغان ابدالیانو غوره توپ اچونه وکړه او د بلال سمیع او غضنفر د غوره توپ اچونې پرمټ یې سیاله لوبډله تر ۱۷۰ منډو پورې ایساره کړه.
د افغان لوبډلې په لپاره بلال سمیع ۴، غضنفر ۳ او عبدالله احمدزي یوه ویکټ ترلاسه کړې.
د دغه هدف په ځواب کې افغان لوبډلې خپل لومړی پیلیز توپوهونکی زبید اکبري وختي له لاسه ورکړه، خو صدیقالله اتل ۵۴ منډې او عمران میر ۳۴ منډې وکړې.
له دې سره لوبډلمشر دروېش رسولي ۵۴، قیس احمد ۱۶* او ننګیال خروټي ۱۵ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي بلال سمیع د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ښه توپ اچونه وکړه او د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.
باید وویل شي افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.


