خانهافغانستانلغمان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ شپږ کسان په بشپړ ډول سوځېدلي  

لغمان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ شپږ کسان په بشپړ ډول سوځېدلي  

نن سهار شاوخوا څلور بجې د لغمان ولایت «قرغیو» ولسوالۍ په «میاخان کڅ» سیمه کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او درې نور ټپيان دي.

د دغه ولایت ځايي مسوولین وایي چې دا پېښه د بې‌احتیاطۍ له امله د یو موټر د چپه‌کېدو په پایله کې شوې چې وروسته یې اور هم اخیستی دی. 

د سرچینې په وینا چې په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شپږ کسان ځای پرځای سوځېدلي او درې نور ټپیان شوي دي.

مسوولینو د ټپي‌شویو کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی دی. 

له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند وژغوري. 

د ویلو ده چې څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په ځینو مسافر وړونکو موټرو کې د ۸ زره جي‌پي‌اېس آلو د نصب خبر هم ورکړی و.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه