خانهنړۍآلمان کې د دویمې نړیوالې جګړې د بم شنډولو عملیات بریالي شول

آلمان کې د دویمې نړیوالې جګړې د بم شنډولو عملیات بریالي شول

الماني پولیسو وایي چې د نورنبرګ ښار له ۲۱ زره څخه ډیر اوسیدونکي د دویمې نړیوالې جګړې یو ۴۵۰ کیلوګرامه بم شنډولو په خاطر په موقت ډول د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو.

دا بم د ښار په یو مرکزي سړک کې د ساختماني کار پرمهال موندل شوی و او سیمه‌ییز چارواکي یې د جرمني په تاریخ کې تر ټولو لویې تخلیې ترسره کولو ته وهڅول. 

د DPA خبري اژانس په وینا، د شنډولو عملیات په بریالیتوب سره بشپړ شوي. د آلمان د ملکي ساتنې فدرالي دفتر څخه د بم شنډولو درې متخصصینو شاوخوا یو ساعت د برتانوي بم د فیوزونو په خوندي کولو کې تیر کړل.

بم شاوخوا دوه متره ژور په ځمکه کې ښخ شوی و او شعاع یې ۱.۵ کیلومتره وه. د نورنبرګ پولیسو د جمعې راهیسې سیمې ته تلونکي سړکونه بند کړي، او په نږدې سیمو کې لاوډ سپیکرونو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د شنبې په سهار تر ۱۰ بجو پورې له سیمې ووځي.

په دې عملیاتو کې روغتونونه، ښوونځي، د نرسنګ کورونه او حتی د اورګاډي سټیشن خالي کول شامل وو. له ۵۰۰ څخه ډیر پولیس، اور وژونکي او طبي کارکوونکي په سیمه کې وو.

اوسیدونکي لنډمهاله سرپناوو لکه د سپورت هالونو ته لیږدول شوي او وړیا عامه ترانسپورت چمتو شوی و. دا ډول کشفونه لاهم په نورومبرګ ښارونو کې عام دي، کوم چې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال د متحدینو د درنو بمباریو هدف و.

له ۱۹۴۵ کال راهیسې، په جرمني کې له ۱۰۰ زره څخه ډیر ناچاوده بمونه کشف شوي، او ورته عملیات د برلین او هامبورګ په څیر ښارونو کې ترسره شوي دي.

د نورنبرګ د پولیسو ویاند ویلي چې د اتباعو خوندیتوب لومړیتوب درلود او له نېکه مرغه هیڅ پیښه نه ده شوې.  اوسیدونکو ته اجازه ورکړل شوه چې د غرمې له ۱۲ بجو وروسته بیرته راشي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه