خانهافغانستانله تورخم څخه پاکستان ته د میوو او سبزیجاتو صادرات راوګرځول شول

له تورخم څخه پاکستان ته د میوو او سبزیجاتو صادرات راوګرځول شول

د ننګرهار ولایت چارواکي تاییدوي چې د تورخم له لارې پاکستان ته د مېوو او سبزیجاتو صادرات بند شوي دي. دا وضعیت سبب شوی چې دغه تولیدات اوس په کورنیو بازارونو کې په مناسبه بیه وپلورل شي.

د والي مرستیال عزیزالله مصطفی له مېوه‌فروشان سره د لیدنې پر مهال ویلي، هڅې روانې دي چې د افغاني تولیداتو لپاره هم په داخل او هم بهر کې بدیل بازارونه پیدا شي، ځکه پاکستان هر کال د صادراتي فصل پر مهال دروازې بندوي.

چارواکي وایي، د دغسې تکراري ستونزو د حل لپاره د بدیلو لارو موندنه مهمه ده، څو سوداګر د یو هېواد پر سیاستونو محدود پاتې نه شي.

د والي مرستیال له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له شتمنو خلکو وغوښتل چې د سوداګرو او کاروباريانو ملاتړ وکړي.

داپه داسې حال کې ده چې پاکستان هر کال د افغاني مېوو اوسبزيجاتو د صادراتي موسم پر مهال تورخم دروازه تړي،چې دا د افغانستان ضد اقتصادي تګلارې او سوداګريزو محدوديتونو د پاليسۍ يوه بېلګه ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه