خانهافغانستانتاجکستان کې د ا.ا د مخالفو ډلو فعالیت په بشپړ ډول بند...

تاجکستان کې د ا.ا د مخالفو ډلو فعالیت په بشپړ ډول بند شو

د کندز مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب د تاجک پلاوي سره د هېواد د ختلان ولایت د مرستیال والي په مشرۍ وکتل.

د کندز ولایت سیمه‌ییزو مسوولین د سې شنبې په ورځ وویل چې پلاوي ویلي، چې “تاجکستان د ا.ا مخالفینو ته اجازه نه ورکوي چې په هغه هېواد کې فعالیت وکړي او غواړي د ګډو ګټو او سیمه‌ییز امنیت د ډاډمنولو لپاره دوامداره اړیکې او همکاري پیاوړې کړي.”

پلاوي همدارنګه د سوداګرۍ، ټولنیزو او امنیتي برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د کندز مرستیال والي وویل چې ا.ا د ټولو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې او متقابل درناوی غواړي.

په دې غونډه کې، صهیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، سیاسي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا او سوداګرو ته د ویزو ورکولو، سوداګریزو توکو د لیږد او قونسلګرۍ خدماتو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د تاجک ولایت ختلان مرستیال والي د هراړخیز همکارۍ ډاډ ورکړ او د ګډ اقتصادي او سرحدي همکاریو د پراخولو غوښتنه یې وکړه.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یوه له خورا حساسو مسلو څخه د تاجکستان په خاوره کې د ا.ا د مخالفینو شتون او فعالیتونه دي؛ هغه څه چې د دوشنبې چارواکي اوس وايي په بشپړ ډول بند شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه