خانهافغانستاند تورخم لارې د تړلو له امله افغانستان او پاکستان ته میلیاردونه...

د تورخم لارې د تړلو له امله افغانستان او پاکستان ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د تورخم د لارې د تړلو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ ته څه باندې ۴.۵ میلیارده ډالر او څه باندې ۱۶.۵ میلیارده پاکستاني روپیو زیان رسېدلی دی.

راپورونو زیاته کړې چې د ا.ا له بیا واک ته راتلو وروسته، پاکستان په افغان بازار کې شاوخوا ۶۵ سلنه ونډه له لاسه ورکړه، او دا برخه اوس ایران، ترکیې، مرکزي اسیا او هند ته لېږدول شوې ده.

د تورخم د پرله‌پسې تړلو، شخړو او نامناسب سوداګریز چاپیریال له امله لوی پانګوال له دې لارې څخه خپلې پانګې وباسي، او کوچني سوداګر له مالي زیانونو او بې‌باورۍ سره مخ دي.

دا لاره د ا.ا او پاکستاني پوځ ترمنځ د وسله‌والې نښتې وروسته وتړل شوه. تمه کېده چې دا لاره به د استانبول د خبرو اترو د دریم پړاو په پایله کې پرانیستل شي، خو خبرې اترې بې پایلې پاتې شوې.

د اوس لپاره، د دواړو هېوادونو سوداګر هیله من دي چې کابل او اسلام اباد به یوې مناسبې هوکړې ته ورسیږي او د ټرانزیټ او مسافرینو د تګ راتګ لپاره به دا حیاتي لاره ژر پرانیستل شي.

کارپوهان وايي چې د دې دروازې د تړلو اقتصادي اغېزه په دواړو هېوادونو باندې د پام وړ ده. افغانستان د خپلو نویو سوداګریزو پالیسیو له امله د پخوا په پرتله په دې دروازې لږ تکیه کوي، په داسې حال کې چې پاکستان به د مېوو د صادراتو په موسم کې ډیر زیان سره مخ شي. له همدې امله، اړخونه باید د دې ستونزې د ژر تر ژره حل کولو لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي ترڅو د نورو زیانونو مخه ونیول شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه