خانهافغانستانکنړ کې د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې...

کنړ کې د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې پلورل شوي

د کنړ د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی، چې په دې ولایت کې د ۲۵.۵ میلیون افغانیو په ارزښت څه باندې ۷۳۶ کیلوګرامه قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې د پرانیستې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د کنړ د کانونو او پټرولیم ریاست مشر مولوي شیرین‌اغا وویل چې دا پلور د شنبې په ورځ د یوې شفافې داوطلبۍ پروسې له لارې ترسره شو او د ټول عاید څخه ۲.۵ میلیون افغانۍ د دولت خزانې ته جمع شوې.

هغه زیاته کړه چې دا ډبرې د کنړ له بېلابېلو کانونو څخه رایستل شوي او د داوطلبۍ د ترسره کولو هدف د پلور شفافیت زیاتول او د ملي عوایدو لوړول دي.

د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، پلورل شوي ډبرې قیمتي او نیمه‌قیمتي ډولونه لري چې په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ډیری غوښتونکي لري. د کانونو وزارت سرچینې دا هم وايي چې د قانوني بازارونو او منظم داوطلبۍ سیسټم په رامینځته کیدو سره، د ډبرو قاچاق او ناقانونه پلور کم شوی دی.

د کنړ د افغانستان په ختیځ کې د طبیعي سرچینو څخه بډایه غرنۍ سیمه ده. د ولایت په ځینو برخو کې د قیمتي ډبرو کانونه، په شمول د یاقوت، زمرد او لاجورد، پېژندل شوي دي. په دې وروستیو میاشتو کې، د ا.ا حکومت په ټول هیېواد کې د کانونو د قانوني ایستل او پلور تنظیم کولو لپاره نوي پلانونه اعلان کړي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه