خانهافغانستانهېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو دوام؛ جوزجان کې پنځو کسانو ته...

هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو دوام؛ جوزجان کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د جوزجان مسوولینو د یاد ولایت په «فیض‌اباد» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یو کس مړینې او څلورو نورو له ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی. 

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي دا پېښه تېره شپه د فیض اباد ولسوالۍ اړوند د جوزجان – بلخ په لاره شوې ده.

سرچینې لیکلي چې دا پېښه د موټر د چپه‌کېدو له امله شوې ده.  

په وروستیو کې په نږدې ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ژوند بایلي.

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

د ویلو ده چې څه موده مخکې د ترانسپورټ وزارت اعلان کړی و چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې په ځینو موټرو کې شاوخوا ۸ زره «جي‌پي‌اېس» آلې هم نصب کړې، او دا لړۍ به ادامه لري.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه