خانهافغانستانبادغیس کې د زاړه ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي 

بادغیس کې د زاړه ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي 

د بادغیس مسوولین وایي، د یاد ولایت په «بالامرغاب» ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په پېښه کې دوو ماشومانو ژوند بایللی دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا چاوده  پرون (یکشنبې، لړم ۱۸مه) مازدیګر مهال د بالامرغاب ولسوالۍ په «پنیرک» سیمه کې شوې ده. 

د مسوولینو وینا چې دغو ماشومانو د مال‌څرونې پرمهال دا ماین راپیدا کړی و او وروسته یې په اور کې اچولې چې په پایله کې چاودنه رامنځته شوې ده.

تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زړو مرمیو او ماین‌چاودنو له امله ګڼ‌شمېر هېوادوال وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي. 

څو ورځې مخکې د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د زړې مرمۍ چاودنې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي وو.  

که څه هم دا مهال د نړیوالو مرستندویه ادارو په ملاتړ هېواد کې د ماین‌پاکۍ بېلابېل پروګرامونه پیل شوي، خو لا هم په ډېرو سیمو کې دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي.

د ویلو ده چې په هېواد کې د دا ډول پېښو ډېری قربانیان هغه ماشومان دي چې په غرونو کې مال څروي او یا خس راټولوي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه