د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د سلطان شهابالدین غوري مقبره او د غزني د سردار تاریخي غونډۍ به د دوه میلیونه افغانیو څخه زیاتو لګښت سره بیا رغوي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریس ملا حمیدالله نثار د دې پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د ده یک ولسوالۍ د سلطانشهاب الدین غوري مقبره د طبیعي پیښو له امله زیانمنه شوې وه او اوس مهال د ترمیم لپاره ټاکل شوې ده.
همدارنګه د غزني ښار په مرکز کې د سردار تاریخي غونډۍ محافظتي دیوال چې تېر کال د سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، به بیا جوړ شي. دا دیوال به ۱۵۰۰ متره اوږد او له تار څخه درې متره لوړ وي.
د دې دواړو پروژو ټول لګښت ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ دی او ټاکل شوې ده چې کار یې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړ شي. دا پروژې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پراختیایي بودیجې څخه تمویل کیږي. هغه زیاته کړه: “د دې دواړو پروژو ټول لګښت ۲ میلیونه ۳۰۰ زره افغانۍ دی او ټاکل شوې ده چې کار یې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړ شي. دا پروژې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویل کیږي.”


